ایکنانیوز د سورئې د بشری حقوقو ددفاعی ادارې له قوله راپور راکړی،د سورئې په دیرالزور ښار کې د ایران کلتوري نمایندګۍ په اونۍ کې تر درو ورځو پورې له شپږو کلونو تر دولسو کلونو عمر لرونکو هلکانو لپاره د ځانګړي قرآن کریم د حفظ د مرحلو د پیلولو خبر ورکړی دی.
دغه پړاؤنه د هغو استازونو ترنظر لاندې دي چې له میاشتو میاشتو مخکې ئې په دیرالزور ښار کې په طب الجوره کوڅې کې یو امامباړه جوړې کړې وه.
غوره او تکړه زده کونکو ته چې د قران کریم په تلاؤت اوقرائت کې تجروبه اوپوهه پیدا کړي،نغدې جایزې او د یوه سفر لپاره ټکټونه او خرڅه ورکړل شي.
د سورئې په دیرالزور ښار کې د ایران کلتوری نمایندګۍ د قرآن پر زده کړې سربیره،همدرااز د بازار موندنې د اصولو د زده کړې او د بازار موندنې د مرحلو دترسره کولو ،د بازار موندنې د فعالیت دچاپیریال ،د مصرف کونکو دتحلیل اوچلند او دغه راز د دمحصولاتو د مدیریّت د لارو چارو ، دبیّو دمعلومولو او دتبلیاتو او ویشلو د لارو چارو د پړاؤنو د ترسره کولو خبر هم ورکړ.
د سورئې په دیرالزور ښار کې د ایران کلتوری نمایندګۍ د تیر اکتوبر په ۲۷ نیټه د میرمنو لپاره د خیاطئ د زدهکړې او د لومړنیو مرستو پښمول نوی پروګرامونه هم افتتاح کړل چې د پړاؤنو له ختمولو وروسته ګډون کونکو ته نغدې جایزې هم ورکړل شوې.دغه مرکز په پړاؤنو کې د ګډون کونکو د ځای په ځاي کولو لپاره بسونه هم مخصوص کړي او همدرااز ئې له درو تر شپږو کلونو پورې د ماشومانو د ساعت تیري لپاره په زده کونکي پړاؤ کې د متخصصې عملې یوه برخه هم مخصوصه کړې ده.
دغه پړاؤنه تر یوې میاشتې پورې دوام لري او په ګډون کونکو کې معنوی اونغدی جایزې ویشل کیږي،او په اونۍ کې یوه ورځ د مقاومت فیلم ښودل کیږي او د ولایت فقیه د نظرئې د زده کړې لپاره هم یوه برخه مخصوصه ده او موخه ئې په دغه مرکز کې غړیتوب ته د میرمنو هڅول دي.دغه مرکز د کلتوری اوزده کړې د پروژو په چوکاټ کې د انجونو محصیلیونو او زده کونکو د ترټولو زیات ممکن شمیر په جذبولو پسې دی.